امنیت

په کابل کي يو اتلس کلن ځوان له ځانمرګی بريد مخکې ونيول شو

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٨ :
د ملي امنيت ادارې يو تن په کابل کې نيولى دى چې غوښتل يې ځانمرګى بريد ترسره کړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د ملي امنيت ادارې نن ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه ځوان د شمس الدين په نامه ياد کړى چې ۱۸ کلن او د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ اوسيدونکى دى چې له خپلو دوو تنو همکارانو سره د کابل ښار له اوولسمې ناحيې څخه نيول شوى دى.
شمس الدين اعتراف کړى دى چې درې کاله مخکې د ديني علومو د زده کړې په خاطر پيښور ته تللى و او د پيښور د اکوړې خټک په مدرسه کې د ديني علومو د زده کړې ترڅنګ يې د چاودنو او د تروريستي بريدونو زده کړې هم کړې دي او په کابل کې  د ځانمرګي بريد ترسره کولو ته ګومارل شوى و خومخکې له دې چې هدف ته ورسيږي؛ د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شو.
په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي چې ده د پايتخت په کومه سيمه کې د بريد نيت درلود. خو ويل شوي دي چې د شمس الدين په نيول کيدو سره په کابل کې د يوځانمرګی بريد  مخه نيول شوې ده.
شمس الدين په داسې حال کې رسنيوته وښودل شو چې د کابل پوليسو هم د بغلان ولايت  اوسيدونکى يو ۱۷ کلن تنکى ځوان چې دکابل د ميرويس ميدان په ساحه کې د ځانمرګی بريد نيت درلود؛ نيولى دى.
دغه دوه تنه په داسې حال کې نيول کيږي چې په وروستيو مياشتوکــې کابل د څو تروريستي بريدونو ډګر و چې د دغو بريدونو مسووليت طالبانو اخيستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته