خبرونهامنیت

په کابل ښار کې ۳ ښځې د غلا په تور ونیول شوې

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د غلا په تور د ۳ ښځو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امینې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې ښځې د ښار اړوند د ۵ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پولیسو له لوري نیول شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې یادو ښځو په چل او فریب د کابل ښار په مختلفو سیمو کې د خلکو له کورونو څخه غلاګانې کولې، چې د پولیسو له پرله پسې هڅو وروسته لاس په لاس ونیول شوې.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو ښځو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل امنیتي سرتېرو پرون هم یو کس د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او د دغې پيښې په تړاو یې دوه تورن کسان هم نیولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته