په کابل ښار کې یو تن د موټرو د غلا په تور ونیول شو

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر 

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د موټرو د غلا په تور د یوه تن د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې یاد کس د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاد شخص د کابل ښار په مختلفو سیمو کې له خلکو د موټرو غلاګانې کولې، چې د پولیسو له پرله پسې هڅو وروسته له دوو موټرو سره یوځای ونیول شو. 

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د نیول شوي کس دوسیه به تر بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته