خبرونهفرهنګTOPټولنه

په کابل ښار کې د یوه تاریخي څلي د جوړولو چارې بشپړې شوې

کابل، د مرغومي ۱۵مه، باختر
د کابل ښار د درېيمې ناحیې اړوند پل سرخ څلور لاره کې د غزني د تاریخي څلي د یو سمبول د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ او د بېلابېلو ادارو د یو شمېر مسئولينو له خوا پرانیستل شو.
باختر آژانس ته د کابل ښاروالۍ د رسنيز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ياد څلي د پرانيستلو پر مهال د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال محمد نبي عثماني، له «افغان بيسيم» مخابراتي شرکت څخه د دغه څلي د جوړولو په خاطر مننه کړې او ویلي يې دي: کابل ښاروالۍ د سړکونو د جوړولو او نورو ښاري خدمتونو په وړاندې کولو سربېره، د ښاري ښکلا رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه ښاري ښکلا د ښاریانو په رواني لید کې اغېزمن او ګټور دی.
د «افغان بيسیم» مخابراتي شرکت رئیس علي الله سروري، هم د کابل ښاروالۍ د ښاري ښکلا له پروګرامونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او په راتلونکي کې له کابل ښاروالۍ سره يې د لا زياتو مرستو ژمنه کړې ده.
هغه دغه راز له خصوصي سکټور او ملي پانګه والو څخه غوښتنه کړې چې د ښار په آبادۍ کې ونډه واخلي او د هېواد او هېوادوالو پر وړاندې خپل مسئولیت ادا کړي.
د غزني د تاريخي څلي (سمبول) چې ۱۳ متره لوړوالى لري، د ملي او تاريخي آثارو د ساتنې په موخه، د پنځه میلیونه افغانيو په لګښت د شپږو میاشتو په موده کې په کلاسیک بڼه، اته ضلعو کې د پخوانۍ معمارۍ له مخې جوړ شوی دی چې مرمت کاري او روښنایي هم پکې شامله ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته