په کابل ښار کې د نا امنیو اندېښنې

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
په کابل ښار کې د ناامنیو ستونزه له اوږدې مودې راهیسې مطرح ده. کله وضعیت یوڅه ښه شي او کله بېرته خراب شي. څه چې د اندېښنې وړ دي، هغه دا دي چې له بده مرغه دې ستونزې ته د حل کومه اغېرمنه لاره لا نه ده موندل شوې او په دغو وروستیو کې هدفي وژنو، غلاوو او شوکو بیا زور اخیستی دی.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د کابل امنیت د هېواد د نورو ښارونو د امنیت په پرتله ځکه مهم دی چې کابل د هېواد پایتخت دی، د هېواد د ټول وضعیت هنداره ده او ټول په کابل کې د حالاتو له مخې د هېواد پر حالاتو قضاوت کوي. د کابل وضعیت له ځنډ پرته د ټول هېواد پر وضعیت اغېز کوي. له دې امله باید د کابل امنیت ته لومړیتوب ورکړل شي.
د امنیتي میثاق په تصویب سره هیله دا وه چې د کابل امنیت به ښه شي، د ناامنیو مخه به ونیول شي، غلاوې او شوکې به پای ومومي؛ خو له بده مرغه داسې ونه شول. ناامنۍ لا دوام لري او ورسره جوخت غلاوې او شوکې هم.
په کابل کې څو ډلې فعالیت کوي: وسله وال مخالفان چې هغو هم څو ډلې دي او هره یوه یې کوښښ کوي چې کابل ناامنه کړي، هره یوه یې په کابل کې نفوذ وکړي، پټنځایونه جوړ کړي، جلب او جذب وکړي. بله ډله منظم جنایي بانډونه دي چې دوی دننه په ښار کې ځالې لري، منظم تشکیلات لري، مشران او مسوولان لري، د فعالیت سیمې یې سره معلومې دي. درېم هم هغه غله او شوکماران دي چې فرصت ته ګوري، ښکار په نښه کوي او برید پرې کوي چې څه ترې واخلي.
داسې رپوټونه هم شته چې یو شمېر اشخاص او کړۍ د دغو ډلو ملاتړ کوي، دوی نېغ په نېغه په ناامنیو او غلاوو کې ښایي لاس ونه لري؛ خو د غو ډلو تر شا ولاړ دي او د اړتیا پرمهال یې ملاتړ کوي.
څه باید وشي؟ تر هرڅه وړاندې امنیتي ادارې باید دا ټولې ډلې ښه وپېژني. د ښار په هره ناحیه کې او بیا د هرې ناحیې په کوڅه کې باید د دغو ډلو په اړه بشپړ معلومات شتون ولري. همدارنګه امنیتي ادارو ته باید هغه کړۍ او اشخاص هم ښه معلوم وي چې د دغو مافیایي کړیو او غلو ملاتړ کوي. پر بلې وینا، موږ د غلو، داړه مارانو او وسله والو مخالفانو په اړه چې دننه په ښار کې او یا هم شاوخوا کې فعالیت کوي او همدارنګه د هغوی کړیو په اړه چې د دوی ملاتړ کوي، بشپړو او هراړخیزو معلوماتو ته اړتیا ده.
کله چې دغه راز معلومات شتون ولري؛ نو بیا د هغوی پرخلاف د مبارزې لپاره ښه او اغېرمنه ستراتېژي برابرېدای شي. دننه په ښار کې د غلو او مافیایي ډلو پرخلاف مبارزه باید له تصادفي ګامونو را وایستل شي او د یو منظم عملي پلان بڼه غوړه کړي. تصادفي ګامونه کله هم ښې پایلې نه شي رامنځ ته کولای. منظمې ستراتېژۍ ته اړتیا ده او د دغه راز ستراتېژۍ د پلي کولو لپاره د عمل یو هر اړخیز پلان ته اړتیا ده. په دې برخه کې د ښاریانو، د ګذرونو د وکیلانو او همدارنګه د جوماتونو د ملا امامانو نقش ډېر مهم دی. باید داسې میکانیزم جوړ شي چې د دوی ټولو همکاري په کې راخپله شي. د کابل ښار امنیت جدي پاملرنه او جدي اقدامات غواړي.
ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته