په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړولو په اړه غونډه وشوه
کابل، د لړم ۲۱مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري، په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس مرکز د جوړولو په اړه غونډه ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د ماليې وزارت د پلان او پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر، د اقتصادي معاونیت مالي رئیس حافظ محمد او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو، په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس مرکز د جوړولو، بهرنیو هېوادونو ته دیادو ډبرو د لېږد، د کان کیندنې اجازه لیکونو د صادرولو، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو مرکز د جوړولو، بازارموندنې مرکز ته د ډبرو رالېږد، د قیمتي ډبرو د ارزښت او عوایدو په اړه یې هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې، افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له پلوه یو بډای هېواد بللی او په یادو برخو کې یې د هر راز قانوني همکاریو ژمنه کړې ده.