کابل، د تلې ۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د کابل ښاروالۍ مسئولینو، نن د کابل ښار په مرکزي نقطه (ده افغانانو) کې د فرهنګ په نامه څلورلارې پرانیسته وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د یادې څلورلارې د پرانیستې پر مهال وویل چې د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو د نومونې کمېسیون د پرېکړې له مخې؛ له دې وروسته به د «ده افغانانو» چوک د فرهنګ څلورلارې په نوم یادېږي.
مولوي عزیزي، د فرهنګ په نامه د یادې څلورلارې د نومولو دلیل، په دغه ځای کې د علمي او فرهنګي مرکزونو شتون وباله او زیاته یې کړه چې د هېواد د مقدسو ځایونو، واټونو او څلورلارو نومونې کمېسیون هڅې کوي چې په نورو ساحو کې هم دغه شان ټولنیز او د افتخار وړ نومونه غوره او ځای پر ځای کړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد، په خپلو خبرو کې وویل چې، د فرهنګ څلورلارې په نومولو کې ټول علمي او فرهنګي اړخونه په پام کې نیول شوي او د اړتیا په صورت کې به د کابل ښار نورې ساحې هم په علمي او فرهنګي نومونو ونومول شي.
28 1 دقیقه لوستل