امنیت

په کابل ښار کې دځانمرګي واسګټونو او دماينونود جوړولو يوه کارخانه کشف شوه .

کا بل باختر د تلې اوولسمه :
  دملي امنيت دلوى رياست موظفينودکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې  دځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره  يوه مهمه تروريستي شبکه  له منځه وړې  ده .
  دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره  ليکلي دي  ،  چې دغه عمليات  دکابل ښار  دخوشحال مينې  په ساحه کې  دطالبانو  په تروريستي ډلې پورې اړوند  له لرې واټن څخه دکنترول دماينونو  ،  مقناطيسي ماينونو او دځانمرګو واسکټونو دجوړولو  په يوې فابريکې  او زيرمې باندې  ترسره شول  او يوه زياته اندازه  چاوديدونکي توکي  او دماين جوړولو  دستګاوې کشف شوې .
  دغې شبکې  په پام کې لرل  چې په کابل  ښار کې  څو  ستر  تروريستي بريدونه ترسره کړي  چې کولى يې شول  زموږ  د سلګونو تنو  هېوادوالو ژوند په خطر کې واچوي .
  په دغو عملياتو کې  دطالبانو دتروريستي ډلې  دوه تنه غړي  چې په دغه مرکز کې يې  دماين جوړولو دچارو  دپرمخ بيولو  مسووليت درلود  د ضيا الرحمن او اصف په نومونو  له امنيتي ځواکونوسره  په وسله واله نښته کې  وژل شوي دي . 
دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو په دغو عملياتو کې  څه دپاسه سل کيلوګرامه  ډول ډول چاوديدونکي توکي  ،  دماين جوړولو دستګاوې، ځانمرګي واسکټونه  او دماين جوړولو په لسګونو  تخنيکي وسايل  کشف او ترلاسه کړي دي .
  په وروستيو دوو مياشتو کې څو تروريستي شبکې چې دپرديو په اشاره  په کابل کې  دسترو  تروريستي بريدونو د ترسره کولو په لټه کې وې  نيولې شوي اويا له منځه وړلې شوي دي .     ختم- ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته