امنیت

په کابل ښار کې دطالبانو دډلې دتروريستي بريدونو ددرې کسيزې شبکې نيول .

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دملي امنيت دعمومي رياست موظفينو  دکابل ښار  په مربوطاتو کې دطالبانو دډلې دتروريستي بريدونو درې کسيزه شبکه ونيوله .
دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ نيول شوي کسان وحيد يار ، همايون او قدرت الله دطالبانو دتروريستي ډلې غړي  دي چې ددغې ډلې دمشرانو په لارښوونه مخکې له مخکې په ټاکلو هدفونو ، دتروريستي بريدونو  دترسره  کولو په موخه  کابل ښار ته راغلي وو .
دغه تروريستان ديوه مناسب فرصت دترلاسه کولو  په لټه کې  وو چې په کابل ښار کې  په ټاکل شويو هدفونو خپل تروريستي عمليات ترسره کړي  چې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو  له خوا وپيژندل شول او هدف ته له رسيدو مخکې ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته