په کابل ښار کې دداعش دتروريستي ډلې دشپږ کسيزې شبکې نيول کيدل
کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دملي امنيت دلوى رياست دخاصو قطعاتو ځواکونو دکابل ښار په مربوطاتو کې دهدفمند عملياتو په بهيرکې دداعش د تروريستي ډلې شپږ کسيزه شبکه نيولې ده .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه شبکه داشخاصو په ترور او تښتونې سربيره ننګرهار ته دوسلو اومهماتو، چاوديدونکو توکواو دداعش دډلې دافرادو اوکورنيو په لېږدونې بوخته وه چې له يوه کلاشينکوف ، يوه ګرينوف او له دوو تومانچو سره دملي امنيت دلوى رياست دعملياتي ځواکونو په واسطه ونيول شوه .
په نيول شويو کسانو کې محمد عابد ، سبحان احمد ، حمد الله ، محمد يونس ، عبدالرشيد او محمد يونس شامل دي چې دداعش دتروريستي ډلې ديوتن ښاري مسوول په نويد مشهور دين محمد په لارښوونه دکابل ښار په مربوطاتو کې په مخفي ډول فعاليت کاوه .
ختم- ف _ اکرم