امنیت

په کابل ښار راکټي بريدد ارغندې له ساحې او ميدان ښار ته نږدې سيمو څخه ترسره شول

کابل باختردزمري دمياشتې ٣ نيټه :    
له هغه وروسته چې پرون  په کابل ښار راکټي بريدونه وشول  پوليسو دارغندې  او ميدان ښار ته څيرمه سيمې خپل تمرکز زيات کړ.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي ددغه ټکي  په څرګندولوسره  دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛   هغه راکټي بريدونه  چې  پرون   دارغندي اودميدان ښار له څيرمه ساحو څخه په کابل ښار ترسره شول پولسيو له  دغو بريدونو وروسته د توغنديو  دتوغولو  دسيمې په تثبيتولوسره   په دغو سيمو   خپل تمرکز زيات کړى دى  او دپلټنيې پروګرام يې پيل کړى دى.
دکابل  ښار دپنځمې ناحيې په اړوندو سيمو پرون  پنځه توغندي ولګيدل.  ستانکزي په دغو بريدونو کې ددريو تنو ټپي کيدل تائيدوي خو عيني شاهدان وايي چې په دې بريدونو کې اووه تنه ټپيان شوي دي او دکابل  دافشارو په ساحه کې  داستوګنې يوه کور ته زيان اوښتى دى.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته