په کابل – جلال آباد لويه لاره کې ترافيکي پېښې ۵ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
کابل / د غویي ۲۵مه / باختر
په کابل – جلال آباد لويه لاره کې په يوه ترافيکي پېښه کې يو تن ووژل شو او ۴ تنه نور ټپيان شول.
قربانيان د يوه ګړندي موټر سپرلۍ وې چې پرون ناوخته د سروبي او ماهيپر ترمنځ سيمه کې د زيات ګړنديتوب له امله له واټ څخه ووت او په سيند کې وغورځېد.
د کابل – جلال آباد لويې لارې يوې امنيتي سرچینې باختر آژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پېښه کې يو تن وژل شوی او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کابل د يو روغتون ډاکټرانو د دغې پېښې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ختم- ج-ا