خبرونهامنیت

په کابل، کندز، بدخشان، پکتیکا او کاپیسا کې ۱۳تنه د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیولي شوي دي

کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د نشه يي توکو د کاروبار په تور د ۱۳تنو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت ویلي دي، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د بېلا بېلو عملیاتو په لړ کې، ٣ تنه په کندز کې، ٣ تنه په بدخشان ولايت کې، ٣ تنه په کاپیسا کې، ٢ تنه په کابل کې او ۲ تنه نور په کاپیسا او پکتیکا ولایتونو کې د نشه يي توکو د خرڅلاو په تړاو نيولي دي.

سرچینې همدارنګه ويلي، چې پولیسو، د نشه یي توکو څو کارخونې له ۳زره ۵۰۰ کیلو ګرامه اومانو، ٤٥ کیلو ګرامه ایف او ٧٥٠ کیلو ګرامه سود سره په غور ولایت کې کشف او ضبط کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د یادو توکو د قاچاق او کارونې په تور تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان نیولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته