امنیت

په ډار اچوونکو ډلوکې د غړيتوب په تور د شپږو تنو نيول کيدل

کابل باختر د لړم  لسمه :
په کونړ ولايت کې شپږ تنه په ډار اچوونکو ډلوکې د غړيتوب په تور ونيول شول.
دغه کسان تېره شپه د وټه پورې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو ځانګړو عملياتوکې شپږ تنه په ډار اچوونکو ډلوکې د غړيتوب په تور نيول شوي دي .
ده وويل چې پوځيانو د دغو عملياتو په بهيرکې وکولاى شول د کونړ ولايت د وټه پورې ولسوالۍ څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک کړي .
ويل کيږي، په دغو عملياتوکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته