په چپرهار ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات پیل شول
جلال اباد د وږي ۱۹ مه
د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼيز عملیات پیل شول.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې،دغه عملیات تېره شپه د ګډو افغان ځواکونو له لوري پیل شوي چې هوايي ملاتړ هم له ځانه سره لري.
سرچینه زیاتوي چې، دغه راز افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کونړ،ننګرهار او د لغمان په ولایتونو کې شپږ ډول ډول ماینونه کشف او شنډ کړي دي.پای/وصال