کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٣
داسې خبرونه خپاره شوي دي چې د سولې د عالي شورا استازو په چين کې دا ځلې د طالبانو له استازو سره د خبرو بل پړاو ترسره کړى دى .
د سياسي مسئلو کارپوه جاويد کوهستاني يوې خصوصي خپرونې ته ويلي دي چې طالبانو او د سولې د عالي شورا استازو د خبرو بل پړاو په دې وروستيو وختوکې په چين کې ترسره کړ.
دکوهستاني د څرګندونو له مخې :
د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس معصوم استانکزي د تيرې اوونۍ د چارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو په چين کې و او ده د طالبانو له استازو مولوي عجب ګل، قاري دين محمد، محمد حنيف او مولوي عبدالعزيز سره ليده کاته او خبرې اترې کړې دي.
په څرګندونوکې د غور خبره دا ده چې په دغو خبروکې د پاکستان د پوځي استخباراتو د سازمان (آى اس آى) استازي هم برخه لرله.
هغه مسئلې چې په دغو خبروکې وڅيړلې شوې؛ په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګښت او د دغه هيواد د دولت په لور د طالبانو مخې کول دي.
د يادونې وړ ده چې د سولې د عالي شورا د استازو او طالبانو ترمنځ د خبرو رپوټونه په داسې حال کې رسنيو ته لاره مومي چې طالبانو او د سولې د عالي شورا استازو څه موده مخکې په قطر کې وکتل.
سره له دې چې د قطر د خبرو د نتيجو په باب کمې خبرې شوې دي؛ خو سياسي کارپوهان د چين غونډه د قطر د غونډې تعقيبول بولي.
په چين کې د سولې د عالي شورا او د طالبانو د استازو د غونډې خبر يوازې د سياسي مسئلو د يوه کارپوه او د يوې خصوصي خپرونې له خوا منعکس شوى دى او د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو رييس محمد اسماعيل قاسميار د دغه شورا د استازي او د طالبانو د خبرو په اړوند وايي چې د دغه شان خبرو په باب معلومات نه لري.
قاسميارچې د باختر آژانس له خبريال سره يې خبرې کولې؛ وويل: زه په چين کې د طالبانو د ډلې له استازو سره د سولې د عالي شورا د استازو د غونډې او خبرو په بلب معلومات نه لرم.
د سولې د عالي شورا له څلورو تنو غړو سره چې ور سره مو اړيکې ونيولې؛ د دغه شان موضوع په باب هغوى هم معلومات نه لرل.
د يادونې وړ ده چې پخوا هم د دواړو لورو استازو په چين کې د خبرو يو پړاو ترسره کړى و چې نتيجه يې نه لرله.
0 2 دقیقې لوستل