پيکينګ ايرنا باخترد لړم د مياشتې ١٤ :
د چين د حکومت مقاماتو په ټولنه کې د سالمې فضا د رامنځته کولو او د ماشومانو او د تنکيو ځوانانو د ساتنې په مقصد له غير اخلاقي سايټونو سره يې د مقابلې بهيرګړندى کړى او دوه زره غيراخلاقي سايټونه يې په روان ميلادي کال کې تړلي دي.
د ايرنا دخبري سايټ دخبرله مخې:
چين څوکاله کيږي چې په مجازي شبکوکې له غيراخلاقي فعاليتونو او اقداماتو سره مبارزه پراخه کړې او زيات سايټونه يې تړلي دي .
برسيره پردې؛ له غيراخلاقي فعاليتونو سره مبارزه تېرکال د چيني مامورينو د کارپه لارښودکې و.
د چين له غير اخلاقي خپرونو سره د مبارزې ادارې نن په خپل انترنتي سايټ کې خبر ورکړ چې دغه عکسونه او مطالب په ښوونځيوکې پلورل کيږي او د انترنټ له لارې د نورو په واک کې ورکول کيږي.
0 1 دقیقه لوستل