نړۍ

په چين کې دکودتا په باب داوازو دخپرولو په اړوند شپږ تنه ونيول شول .

يجينګ  باختر د وري  دولسمه
   چينايي  مقاماتو ويلي دي چې شپږ تنه يې په انترنت کې داوازو دخپرولو په اړوند نيولي دي .
دبي بي سي دخبر له مخې، په دغو کسانو تور لګول شوى چې  څو ورځې مخکې يې په انترنت کې له درواغو ډک يو خبر خپور کړي دي چې په هغو کې ويل شوي  وو چې پوځي ليږدونکي وسايط  يې دچين دپايتخت بيجنګ ښار په واټونو کې ځاى پرځاى کړي دي .
دغه اوازې   په بيړه دچين په ويب سايتونو کې خپره شوه او آن ځينو نړيوالو رسنيو په منعکس کولو يې لاس پورې کړ او داوازې دوام  تر هغه  ځايه پورې پرمخ لاړ چې ځينوکسانو په بيجينګ  کې دپوځي کودتا داحتمالي خبر په باب خبرې وکړې .
دچين دانترنټ دکنترول دفتر تراوسه پورې د شپاړسو ويب سايتونو فعاليت بند کړي دي چې دغه اوازې يې خپرې کړې وې .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته