سیاست

په چين کې دطالبانو دهيئت شتون

کابل باختر د کب اوولسمه :
دطالبانو يوهيئت چين ته تللى دى .
سره له دې چې دافغان اوچيني مقاماتو په چين کې ددغه شان هيئت دشتون په باب  څه نه دي ويلي او دطالبانو ډلې هم دهغه په باب  څه نه دى ويلى  .
پاکستاني رسنيو چين ته  دطالبانو ديو هيئت دسفر خبر ورکړى دى .
  دغو رسنيوخبرورکړى دى چې په قطر کې  دطالبانو دغير رسمي دفتر رييس شير محمد عباس  ستانکزي ددغه دفتر له څلورو نوروغړو سره چين ته تللى دى .
چين پخوا هم په دغه هېواد کې دطالبانو دهيئت کوربه توب کړى دى .
دغه هېواد پخوا دافغانستان له دولت سره ژمنه کړې ده چې طالبان دخبروميز ته راکاږي .
په کابل کې يوشمير په دې باور دي چې چين دپاکستان نږدې  او ستراتيژيک دوست او پاکستان دطالبانو رامنځته کوونکي اوپه دغې ډلې اغيزمن هېواد دى .   دچين په وړاندې ددغه شان  مثبت نظر له شتون سره سره  دافغانستان ددولت داستازي له شتون پرته  په مسکوکې په درې اړخيزه غونډه کې دچين ګډون يوشمير پوښتنې رامنځته کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته