کابل باختر دکب څلورمه :
دفارياب ولايت دملي امنيت د رياست منسوبينو په چاوديدونکو توکوبار يو موټر کشف اوضبط کړ.
د فارياب ولايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل: يوسراچه ډوله موټرچې د ډي سي توپ دوه ويشت ګولۍ، د بي-ام- ١٢ توغندي يو ماين، د بي-ام -١ توغندي يوه ګولۍ، دګازو د دوه ډبې او يوه بوشکه چاوديدونکي توکي پکې ځاى پرځاى شوى و؛ دفارياب ولايت دملي امنيت د رياست دمنسوبينو له خوا ددغه ولايت دمرکز ميمنې ښار په مربوطاتوکې کشف اوضبط شو.
خبرځاى څرګنده کړه چې د پيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دى نيول شوى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ