امنیت

په چاوديدونکو توکوبار يو موټر په قندهار کې کشف اوشنډ کړى شو .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
په چاوديدونکو توکو بار يوموټر  دامنيتي ځواکونو له خوا په قندهار کې کشف او شنډ کړى شو .
  دقندهار ولايت وياند  صميم خپلواک  دباختراژانس خبريال ته وويل  وسله والو طالبانو په چاوديدونکو توکو بار يوموټر  دسپين بولدک ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دتروريستي عملونو دترسره کولو لپاره په يوه ګڼ ميشته سيمه کې  درولى و چې دپوليسو  له خوا کشف او شنډ کړى شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  دپوليسو ځواکونو دهغې پخواني خبرتيا له مخې  چې دخونړيو تروريستي پيښو په باب  دطالبانو  دناوړه  پلان   په اړوند يې  ترلاسه کړى و ، په چاوديدونکو توکو بار موټر  نن له غرمې مخکې  کشف او شنډ کړ .
  تراوسه پورې  دقضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى  او دپيښې د عاملينودپيژندنې او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته