امنیت

په چارچينو ولسوالۍ کې د داد الله په نامه د وسله والو ډلګی مشر ووژل شو

ترینکوټ باختر د لیندۍ د میاشتې ۶ مه
د روزګان ولایت په چارچينو ولسوالۍ کې يوولسو تنو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د چارچينو ولسوال جان محمد بریال د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو په ګډو چاڼيزو عملیاتو کې د وسله والو مخالفانو يو ډلګی مشر وژل شوی او لس تنه نور يې ټپیان شوي دي.
هغه وايي چې په ترسره شويو عملیاتوکې يو تن ملي پولیس هم شهيد شوی دی.
د يوه بل خبر له مخې:
د روزګان ولایت د مرکز ترينکوټ اړوند په تالاني سيمه کې هوايي ځواکونو د وسله والو مخالفانو پر يوه پټنځای برید کړی چې له امله یې دولس مخالفان وژل شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته