مزار شريف باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
د بلخ ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې په څوارلس کيلومتره سړک د کريړ اچولو کار پيل شو.
د بلخ د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست مرستيال انجنيرفولاد سزاوار باختر آژانس ته وويل چې دغه سړک څوارلس کيلومتره اوږدوالى او اووه متره سور لري چې د اتو ميليونو افغانيو په لګښت پرې کريړ اچول کيږي.
ده زياته کړه: په دغه سړک په کريړ اچولو سره د بلخ ولايت د دولت آباد ولسوالۍ اوسيدونکو ته د شلو کيلومترو ترانسپورتي آسانتياوې برابريږي او دغه راز دغه ولسوالۍ د بلخ ولايت له مرکز سره نښلول کيږي.
ده زياته کړه: د دغه سړک په اوږدوکې دوه ويشت پلګي او اويا متره استنادي ديوال هم جوړيږي.
دغه پروژه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي لارو د جوړولو دملي پروګرام له خوا د ماليې وزارت په مالي ملاتړ په شپږو مياشتوکې بشپړيږي.
په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي محمدعبدو وويل چې د دولت اباد ولسوالۍ ختيځ کلي له زياتې مودې له اسانتياووڅخه برخمن نه وو چې د دغه سړک د کار په بشپړيدو سره د دغه کليو د خلکو په تګ راتګ کې آسانتياوې رامنځته شي .
0 1 دقیقه لوستل