ټولنه

په څه دپاسه ١٢٠٠ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوګنار واړول شول

جلال آباد باختر دغويي دمياشتې ٦ نيټه :
په ننګرهار ولايت کې څه د پاسه ١٢٠٠ جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار  واړول  شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو  وياند شيرآقا  فقيري باخترآژانس ته وويل ؛ ددغې قول اردو منسوبانو له نورو امنيتي اودفاعي ځواکونو سره په ګډه  ١٢٦٠ جريبه ځمکه  دننګرهار ولايت  دروداتو او پچيراو آګام  ولسواليوپه مربوطاتو کې  د کوکنارو له کښت  څخه پاکه کړه.
فقيري زياته کړه ؛ دغه بهير په  دغه ولايت کې دکوکنارو له کښت څخه د کرنيزو   ځمکو تربشپړ پاکولو پورې دوام لري.
پاى  ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته