کابل، د مرغومې ۲مه، باختر
کورنیو چارو وزارت د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په څلورو ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور ۳۱ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل او ولسوالیو کې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۱۹ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي چې له نیول شویو کسانو څه دپاسه دوه کیلو چرس، ۱۳۱۲ نشه یي ګولۍ او څه اندازه نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دغه راز د نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو ننګرهار کې ۹ تنه له ۱۱ کیلو ښیښې سره، څلور کسان په فراه او یو تن په کاپیسا ولایت کې نیولی دی.