ټولنه

په څرخ کې تړل شوي ښوونځي بيا پرانستل شول .

کابل باختر د وري دوه ويشتمه :
دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تړل شوي ښوونځي نن له غرمې  وروسته بيا دزده کوونکو پرمخ پرانستل شول .
دلوګر  ولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختراژانس ته وويل چې ددغه ولايت  دڅرخ ولسوالۍ  ټول ښوونځي  دپوهنې دمشرتابه هيئت ، ديني عالمانو او دقومي مشرانو دهڅو او هاند له امله بيا دزده کوونکوپرمخ پرانستل شول او دلوست  بهير يې په عادي ډول پيل شو .
  عرب زياته کړه چې يوولس ورځې مخکې  دملي امنيت دصفر يو دځانګړو ځواکونو دعملياتو په غبرګون کې وسله والو طالبانو دڅرخ ولسوالۍ ټول ښوونځي دزده کوونکو  پرمخ تړلي و .
دلوګر ولايت دڅرخ په ولسوالۍ کې په ټوليزه توګه ديرش  ښوونځي شته چې هلکانو  او نجونو  په ګډون  يوولس زره تنه په هغو کې  دښوونې او روزنې په زده کړې  بوخت دي .
ختم+_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته