ښوونه او روزنه

په څرخ و لسوالۍ کې دهلکانو ديوې ليسې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٦  :
دلوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې دشاه خلوتي دهلکانو دليسې ودانۍ  داستفادې وړ  وګرځيده .
دغه ودانۍ دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ په قلعه نو سيمه کې  جوړه شوې ده ،.
دلوګر ولايت دپوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباخترآژانس خبريال ته وويل
چې دغه ودانۍ لس درسي او دوه اداري خونې ، دکمپيوټر دوه خونې او لابراتوار او دګارد خونه لري  او په يوه پوړ کې په اتو مياشتو کې په پاخه اواساسي ډول جوړه شوې ده،.
ددغه ښوونځي په انګړ کې دڅښاک دروغتيايي اوبو يوه څاه  هم کيندل شوې ده.عرب زياته کړه چې دغه ودانۍ  دپوهنې د ظرفيت دلوړولو دپروګرام له خوا دکابو دوه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت  جوړه شوې ده اوپه يوه وخت کې دشپږ سوه درې څلويښتو تنو زده کوونکو  دزده کړې ظرفيت لري.
ديادونې وړ ده چې  دښوونځي دانګړ دديوال جوړول او ښوونکو او زده کوونکو ته دميزونو او څوکيو برابرول هم په دې بودجه کې شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته