په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۳۹ ميلیونو افغانیو په لګښت پروژې پلي کېږي

متون باختر د وري د میاشتې ۷ مه
د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د څه د پاسه نهه دیرش ميلیونو افغانیو په لګښت د سربندونو او کانال د جوړیدو چارې پیل شوې.
د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د باختر اژانس سیمه  ييز خبریال  ته وویل چې یاد سربندونه او کانال د ۳۹،۲۹۰،۴۰۰ ملیونو افغانیو په لګښت د سویس د پرمختیايي ادارې  په مرسته جوړیږي چې د رغونې چارې به یې په دولسو میاشتو کې  بشپړې او ګټې  اخیستنې  ته به وسپارل شي.
حبیبي زیاته  کړه ،د دغې پروژې په تطبیق سره به ۱۵۰ جریبه للمي او ۸۵۰ جریبه خاره ځمکې خړوبې شي.
د  سرچینې په وینا د یادې پروژې د پلي کېدو  په ترڅ کې به د ځاځي میدان ولسوالۍ د مغل خېلو او زني خیلو قومونو د ۴۰ کلیو ۷۶۳ کورنیو ته د خپلو  ځمکو د خړوبولو زمینه  برابره شي.
هغه وویل چې د یادې پروژې په پیل سره به ۷۸۱۷ تنو ته د کار د زمينې د برابريدو ترڅنګ ۲۰ کسانو ته د ساختماني فعالیتونو په برخه کې د ظرفیت لوړونې روزنه هم ورکول شي.
هغه د سیمې له اوسیدونکو وغوښتل چې د پروژې د ښه تطبیق په برخه کې له مسوولینو سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې بیا د سیمې اوسیدونکو ژمنه وکړه، چې د بیارغونې د پروژو په تطبیق او ساتنه کې به تل د ولایتي ادارې سره همکاري کوي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته