خبرونهاقتصاد

په پکتیکا کې ۶۰ متره پول د ترمیم چارې بشپړې شوې

کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر

پکتیکا د شرنۍ او انګور اډې تر منځ مماتي پول چې ۶۰ متره اوږد والی لري څو اوونې مخکې یې د ترمیم چارې  پیل شوې وې اوس ګټي اخیستنې ته وسپارل شو.

د ټولګټو چارو رئیس مولوي محمد اکبر عادل باختر اژانس ته وویل، چې د دغه پول په ترمیم یې شا او خوا ۶ لکه افغانۍ مالي لګښت راغلی چې دغه لګښت د ټولګټو چارو وزارت د ژمنې حفظ مراقبت  پروګرام له لوري لګول شوې دي.

عادل وویل، چې د اورښت سره سم به په دغه پول باندې د غټو موټرو تګ ستونزمن و او ډرایوران به یې له ستونزو سره مخ و خو اوس هر ډول موټر پرې تګ راتګ کولای شي.

د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایې، چې د بودیجي محدودیت ته په کتو په پام کې لري چې د پکتیکا په مرکز سربېره ولسوالیو ته  د لویو لارو د پلونو ترمیم ترڅنګ د سړکونو او پلونو رغولو چارې هم ترسره کړي

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته