په پکتیکا کې یو شمېر دولتي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول

کابل د لېندۍ ۲۴، باختر
د پکتیکا د امنیه قومندانۍ مسوولین وایي چې د امنیتي ځواکونو له لوري په دغه ولایت کې یو شمېر نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي، چې د ترمیم شویو وسایطو په ډله کې دوه ۸ هاموې ټانګونه او یو فرشي انټرنشنل موټر شامل دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه موټرو کې فرشي انټرنیشنل د زون په همکاري او پاتې هاموې ټانګونه په خپلو موجوده امکانانو سره ترمیم او جوړ کړي دي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په بېلابېلو قول اردوګانو کې زرګونه نظامي وسایط ترمیم شوي او د امنیتي عملیاتو لپاره چمتو کړل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته