امنیت

په پکتیکا کې یو سلو دېرش کیلوګرامه نشه یي توکي ونیول شول

ښرنه باختر د تلې د میاشتې ۱۶ مه
ځانګړو ځواکونو د پکتیکا ولایت د ښرنې او ارګون ولسواليو د لویې لارې په اوږدوکې (130) کیلو ګرامه چرس ونیول.
دغه خام چرس په ډیر مهارت سره د مڼو په موټر کې ځای پرځای شوي و چې له دوو قاچاق وړونکو سره په یو ټویټا موټرکې د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول.
د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزیز الله کاروان باختر اژانس ته وویل چې د ښرنې او ارګون ولسواليو د لویې لارې په اوږدو کې یې(130) کیلو ګرامه چرس نېولي دي.
کاروان زياته کړه چې د خلکو همکاري ورسره ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو ده او دا لاسته راوړنه هم د همدوی له برکته وه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته