خبرونهامنیت

په پکتیکا کې څلور تنه د غلا په تور ونیول شول

 کابل ، د غبرګولی ۱۱ مه ، باختر

د پکتیکا امنیتي ځواکونه وايي چې په  دغه ولایت کې یې څلور تنه د غلا په تور نیولي دي.

باختر آژانس د خبر له مخې، پکتیکا امنیتې قومندانۍ هغه څلور تنه نیولي، چې يو میاشت وړاندې یې له دوکان څخه د موټرو بېطرۍ او ځینې نور توکي غلا کړي وو.

یاد کسان له غلا شویو توکو سره یوځای نیول شوي دي.

نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف  کړی او تر پلټنو ورسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته