خبرونهټولنه

په پکتیکا کې په ترافیکي پېښو کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 کابل ، د ثور ۱۷ مه ، باختر

د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې د اختر په شپو ورځو کې ۲۰۹ ترافیکي پېښو کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا د مرکز ښرنې ملکي روغتون د بېړنیو پېښو څانګې ډاکټر وایي، چې د کوچني اختر په  تېرو څو ورځو کې د دغه ولایت د مرکز ښرنې ملکي روغتون ته له ۲۰۹ ترافیکي پېښو څلور مړي او لسګونه ټپيان وروړل شوي دي.

زیات شمېر ترافیکي پېښې د موټر سایکلو ترمنځ شوې دي.

خلک په ځانګړې ډول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له پلرونو په کلکه غوښتنه کوي، چې خپلو اولادونو ته د خوښۍ په دغو شپو او وروځو کې د وسایطو له ورکړې ډ ډه وکړي.

د پکتیکا مرستیال والي مولوي محب الله حماس وايي، چې د لویو لارو په اوږدو کې یې امنیتي ساتونکي ځای پر ځای کړي، چې موټر او موټرسایکل چلوونکو ته د ټولو ترافیکي اصولو مراعتولو سپارښتنه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم پکتیکا کې د اختر په شپو او ورځو کې تر ۲۰۰ زیاتې ترافیکي پېښې رامنځ ته شوې وې، چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته