کابل باخترد اسد ۲۳
لس تنه وسله وال طالبان په پکتیکا ولایت کې د پوځیانوپه هوایی برید کې ووژل شول. په دغو طالبانو تېره شپه د ډیورنډ کرښې ته څېرمه کله چې غوښتل ځان د پوځیانو په یوې پوستې د برید لپاره چمتو کري، برید وشو .
د هیواد په ختيځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وویل چې د هېواد د هوایی قواوو په دغو بریدونوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وویل: د طالبانو په ډلې پورې اړوند دغه ډار اچوونکي ټیک څو شیبې مخکې کله چې د سرحدی پولیسو په یوې پوستې یرغل وکړي، په هوایی بریدکې ووژل شول .
ویل کیږي په وژل شویوکسانوکې درې تنه پاکستاني ډار اچوونکې هم شامل دي.
ختم /ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ