امنیت

په پکتیکا کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل/باختر/ د چنګاښ ۶ مه
د پکتیکا په سروبي ولسوالۍ کې تېره شپه شپږو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا د امنیه قوماندان ویاند شاه محمد آرین د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نښته کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور یې سخت ټپیان شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته