په پکتیکا کې شپږو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته
کابل باختر دکب دمياشتې اته ویشتمه
د پکتيکا امنیتي مسؤلین وایي چې د دغه ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې درې تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولايت په برملې ولسوالي کې د ملي اردو قوماندان ډګرمن محمد ایوب باختر اژانس ته وویل: یوشمېر وسله والو کسانو پرون د زیړوک ولسوالۍ مرکز ته نږدې د ملي اردو پر پوسته برید پیل کړ چې څو ساعته یې دوام وکړ.
ده زياته کړه: د افغان سرتېرو په ځوابي برید او نښته کې درې تنه وسله وال وژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.
محمد ايوب وویل: وژل شوي کسان د ډېورنډ پولې ها خوا سیمې اوسېدونکي دي.