کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٧مه
د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د افغان پولیسو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو د یوه سرګروپ ملا عبدالهادي په ګډون اتلسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند شامحمد آرین باختر آژانس ته وویل: وسله والو طالبانو تېره شپه د مټاخان ولسوالۍ د ملایانو او کرمه پر پوستو هم مهاله بریدونه وکړل، خو د پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې د یوه طالب قوماندان ملا عبدالهادي په ګډون ۷ طالبان ووژل شول او ۱۱ نور یې ټپیان شول.
د یادونې وړ ده چې په نښته کې ۳ پولیسان هم ټپیان شوي، خو مسوولین وايي چې له درملنې وروسته بېرته خپلو سنګرونو ته ستانه شوي دي.
پای/وصال