په پکتیکا کې د نویو پروژو پیل

ښرنه باختر د کب د مياشتې ٢٩ مه
د پکتیکا ولایت د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست په چوکاټ کې دUNODC په مالي لګښت بېلابېلې کرنيزې پروژې پیل شوې.
په یادو پروژو کې د ۱۰۰ نويو بڼونو وېشل، د ۹۰ پخوانیو بڼونو ترمیم او د دې ترڅنګ د ۲۰۰ کورنیو لپاره د چرګانو فارمونه ورکړل شول.
دغه پروژې د مرکز ښرنې او مټاخان ولسوالۍ په اتو کلیو کې پلي شوې.
د نشه یي توکو پر وړاندي د مبارزې ریېس امېد ملک  د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وویل، په دغه ولايت کې تر ډېره د نشه یي توکو مخنيوی شوی دى.
هغه زياتوي چې ولسونه د عامه پوهاوي له لارې په دې پوه شوي دي چې نشه یي توکي له یوې خوا حرام او له بلې خوا ټولنې ته زیات زیان اړوي.
ملک وايي د دغه ولایت په مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو کې دې ته ورته نور پروګرامونه هم لري ترڅو ولسونه بوخت شي او د نشه یي توکو د کښت پر ځای ميوه لرونکي او بې ميوې ونې کېنوي.
د مرکز اوسېدونکو د نیالګیو په ترلاسه کولو سره خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په دې سره به له یوه لوري پکتیکا سمسوره شي او له بل لوري به ولسونو ته د مصروفیت زمینه برابره شي. پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته