خبرونهورزش

په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره د سنوکر لوبه ترسره شوه

کابل، د غبرګولی ۱۴ مه، باختر

د پکتیکا بدني روزنې او ورزشي چارو آمریت په نوښت د لومړي ځل لپاره د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د پکتیکا بدني روزنې او ورزشي چارو سرپرست آمر ډاکټر عثمان سیرت باختر آژانس ته  وویل: دا چې لوبې د بدني او فکري جوړښت  لپاره مهمې دي نو دوی تل په دې هڅه کې دي چې په دې ولایت کې د ځوانانو لپاره د بېلابېلو لوبو سیالۍ په لاره واچوي.

سیرت زیاته کړه، چې د سنوکر سیالۍ په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره تر سره شوې چې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو څخه ۳۲ لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه چې وروستۍ  پای لوبې ته یې د مرکز ښرنې دوو لوبغاړو قاري نصرالله او محمد ولي لار پیدا کړې وه چې د دغو سیالیو د بریا کپ محمد ولي د ځان په نوم کړ.

د ښکلا سنوکر کلب مشر حاجي غلامحمد په خپلو خبرو کې د ورزشي چارو آمریت له مسؤلینو د مننې چې په پکتیکا یې تر بل هر وخت د ټولو مروجو لوبو لوبغالي تاوده ساتلي.

بل لورته بیا د سنوکر لوبې لوبغاړي هم د خوښې احساس کوي چې د لومړي ځل لپاره ورته د سنوکر خوندورې سیالۍ جوړې شوې، چې په دې سره به له یو پلوه ځوانان له نشه یي او نورو ناوړه کړنو لري وي او له بل پلوه به د لوبو په برخه کې کار شوی وي.

د یاد ولایت ځوانان غوښتنه کوي، چې په پکتیکا کې دې ټولو لوبو ته پاملرنه زیاته شي، ځکه په تېر کې ورته په هیڅ برخه کې د اړتیا مطابق کار نه دی شوی.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته