خبرونهامنیتټولنه

په پکتیکا کې د غصب شویو ځمکو د مخنېوي کمېټې عملي چارې پيل کړې

 کابل، د غبرګولي۲۱مه، باختر

‎پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست د غصب شویو ځمکو د مخنیوي کميټې د یاد ریاست د رئیس تر مشری لاندې نن عملې چارې پیل کړې.

‎د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې مسوولین باختر آژانس ته وویل، چي د دې ولایت د مامورینو ښار ګوټي ته نږدې د عمبرخېلو کلي کې یو قطعه ځمکه چې ۱۴۰۹ جریبه کېږي او بله قطعه ځمکه  نوې ښرنې ته نږدې چې  ۱۰۱۵ جریبه کېږي دواړ د ټاکل شوې کمېټې له لوري عامې د ښتې او د کمېټې له نظره دولتي ځمکې ونومول شوې.

‎د کمېټې مسوولینو د یادو ځمکو مالکېنو ته چې ځانونه د ځمکې خاوندان ګڼي، سپارښتنه یې وکړه، چې د ځمکو شرعي اسناد دې د کمېټې له مسوولېنو سره شریک کړي  او که په څو ورځو کې سندونه را نه وړي نو یادې ځمکې به ترې ګرځول کېږي او دولتي ځمکې به اعلانېږي.

‎د یادولو وړ ده چې د ځمکو د غصب کمېټې د مرکز په شمول په نورو ولسوالیو کې هم له پلان سره سم خپل کارونه پیل کړي څو په دې ولایت کې ټولې غضب شوې ځمکې له غضب څخه خلاصې کړي

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته