ټولنه

په پکتیکا کې د شهیدانو له کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرسته وشوه

-ښرنه باختر د زمري د میاشتې ۱۸ مه
په پکتیکا ولایت کې د شهیدانو له څلور کورنیو او ټپیانو سره نغدي مرسته وشوه.
د پکتیکا د والي مرستیال عطاالله فضلي باختر اژانس ته وویل چې په دې مرسته کې  د هر شهید کورنۍ ته  سل زره او د هر ټپي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړى شوې.
فضلي زیاته کړه ولایتي اداره تل هڅه کوي چې د شهیدانو کورنیو او ټپیانو سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې تر سره کړي.
د اجراييه رياست سلاکار حاجي ابراهیم وویل که څه هم په دې سره د دوی غم له منځه  نه ځي خو دوی ته یو ډول ډاډ ورکوي.
دی وایي په نورو نړیوالو همکارو موسسو غږ کوو چې له دغه ډول مظلومو او بې وسو ولسونو سره مرستې وکړي.
د شهيدانو کورنيو که څه هم د مرستو په ترلاسه کولو سره خوښي وښوده خو زياته يې کړه چې دغه مرستې يې د ژوند ټولې اړتياوې نه شي پوره کولای.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته