خبرونهروغتیا

په پکتیکا کې به نږدې ۳۰۰ زره ماشومان واکسین کړل شي

 کابل، د غبرګولي ۳ مه، باختر

د پکتیکا د ولایتي ادارې چارواکي  وایې چې په دغه ولایت کې به نږدې ۳۰۰ زره ماشومان واکسین کړل شي او  وټامین ای به هم ورکړل شي.

د پکتیکا والي د دغه ولایت له ټولو اوسیدونکو غوښتنه کړې چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او خپل تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړي.

په همدې حال ک د پکتیکا د عامې روغتیا رییس ډاکتر حکمت الله عصمت وایې په ټوله پکتیکا کې به هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو پورې وي، واکسین کړل شي.

په ورته وخت کې دیني عالم مولوي عطاء محمد زاهد وایي چې له دیني اړخه واکسین هیڅ ستونزه نه لري او باید ټول خلک د پولیو ضد واکسینو په یاد کمپاین کې خپل ټول ماشومان واکسین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست خبر ورکوي چي د اسلامي امارت له راتګ وروسته په پکتیکا کې د پولیو یوه مثبته پیشه ثبت شوې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته