ټولنه

په پکتیکا کې به مخابراتي خدمتونه لاچټک او پراخ شي

ښرنه باختر د ليندۍ د میاشتې ۵ مه
د مخابراتو وزارت مسوولین وایي چې، په پکتیکا کې به د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحې د زیاتېدو ترڅنګ د کیفیت برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د مخابراتو سرپرست وزير شهزاده اريوبي د پکتيکا له والي محمد الیاس وحدت سره په غونډه کې وکړې.
اریوبي وویل چې، د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې لس مخابراتي انتنونه منظور شوي چې په فعالېدو سره به یې ګڼې ستونزې اوارې شي.
هغه ژمنه وکړه چې په سروبي او برملې ولسوالیو کې به د اتصالاتو مخابراتي شبکې د شته انتنونو برخلیک هم ډېر ژر معلوم شي.
د یادونې وړ ده چې، دا مهال د پکتیکا په لرو پرتو تروې، وړممۍ او وازیخوا ولسوالیو کې د انتنونو د لګولو کار روان دی،خو ځایي اوسيدونکي يې وخت ناوخت د کمزوري کیفیت له امله سر ټکوي .پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته