خبرونهروغتیا

په پکتیکا کې به زرګونو تنو ته د کرونا ضد واکسین وکړل شي

 کابل ، غبرګولی ۱۰ مه ، باختر

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د افغانستان د نورو ولایتونو په څېر به په دغه ولایت کې هم ۸۸۲۸۲ تنو ته د کرونا ضد واکسین وکړل شي.

د پکتیکا د عامي روغتیا مسؤولین وایې دغه ولایت کې به د ۳۳ روغتیایي ټیمونو پر مټ په ټوله پکتیکا کې د یوې میاشتې په موده کې ۸۸۲۸۲ تنو ته د کرونا  ضد واکسین وکړل شي.

په همدې حال کې د پکتیکا اوسېدونکي د کرونا ضد واکسین د کمپاین په پیلېدو خوښي ښیي او له اړوند چارواکو څخه دغه ولایت ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته