په پکتیکا کې بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ترلاسه کړې
کابل /د وری ۱۱مه /باختر
د پکتیکا په یوسف خېلو ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ترلاسه کړې.
د باختر آژنس د خبر له مخي، یاده مرسته (AWRO) مؤسسې په همکارۍ د پکتيکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په یوسف خېلو ولسوالي کې پر ۱۰۰۰ بزګرانو ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۵۰ کیلو ګرامه کیمیاوي سره ووېشل شوه.
د کرنې اوبو لګولو او مالداري رئیس مولوي محمد اسماعیل شکیب د یادو مرستو د وېش پر مهال وویل چې موږ هڅه کوو تر څو مرستندویې موسسې دې ته و هڅوو چې له بې وزلو سره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې په پکتیکا کې د کرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست په چوکاټ کې د بېلابېلو همکارو مؤسسو پر مټ د دې ولایت په بزګرانو، اړمنو او بې وزلو کورنیو تر بل هر وخت زیاتې مرستې وېشل شوې دي.
صدیقي