ټولنه

په پکتیکا کی یوې لیسی ته څيرمه ددوماینونو کشف

 ښرنه دوري دمياشتې ١٢ :
د پکتیکا ولایت مرکزښرنې ښار کې د الجهاد لېسې ته څیرمه دوه ماینونه کشف او شنډ کړای شول.
د دغه ولایت د سيمه ييزو پولیسوقوماندان لعل خان وفا باخترآژانس ته وویل  دغه دوه ما ینونه د الجهاد لېسې ته څيرمه  تر یوه پله لاندي ځای پرځای شوي و چې نن سهار د اوو بجو په شاو خواکې کشف  او شنډ کړاى شول.
د یادونې وړ ده چې څو ورځي مخکې هم  دغې لېسې ته څیرمه يو ماين  تریوه پله لاندي ځای پرځای  شوی وچې دسيمه ييزوپولیسوله خوا کشف او شنډ کړاى شو.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته