خبرونهټولنه

په پکتیا کې پر بې ځایه شویو کورنیو مرسته ووېشل شوه

 کابل ، د غبرګولی ،۱۱ مه ، باختر

پکتيا  په زرمت ولسوالۍ کې د جنګونو له امله پر  ۸۳ بې ځايه شویو کورنېو د پاملرنې نړيوالې موْسسې لخوا مرسته ووېشل شوه.

پکتیا د اقتصاد رياست د انجوګانو عمومي مدير انجينر امان الله حسن زاده په شتون کې د پاملرنې نړيوالې موْسسې لخوا د زرمت په ولسوالۍ کې پر اړمنو خلکو مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته هغو کورنيوته ورکړل شوه چي کرنيزې ځمکې  لري او د جنګ له امله بې ځایه شوې وې چې په دغو مرستو کې نهه ۹ قلمه کرنيز وسايل او تخمونه شامل وو چي  ۸۳ کورنيو ته ورکړل شوه ،چې د يوې کورنۍ لپاره  ۸۴۶۲ افغانيو په لګښت کرنيز وسايل او تخمونه ووېشل شول، چې جمله لګښت يې۷۰۲۳۴۶  افغانۍ کېږي‌.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته