په پکتیا کې د کرونا د درملنې لپاره روغتون جوړ شو

کابل / د غبرګولي١٠ مه / باختر
د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ۷۸ میلیونو افغانیو په لګښت د کرونا د درملنې لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وايي چې یاد روغتون د جمهوري ریاست د عملیاتي او ملاتړیزې ادارې په مالي لګښت رغول شوی چې ۵۵ خونې او د کرونا ناروعانو د درملنې ټول امکانات لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته