په پکتیا کې د څلور تنو ډار اچوونکو وژل کېدل

ګردیز / باختر/ د کب دمياشتې ۷ مه
د پکتیا ولایت د زرملې ولسوالۍ په ګورجي سیمه کې څلورتنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه ډار اچوونکي تېره شپه د افغان هوايي ځواکونو له خوا د ترسره شوي برید په ترڅ کې وژل شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په ګردېز ښار کې دوه تنه له چاوديدونکو توکو او یو موټر سره یو ځای د ملي امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول چې اوسمهال تر څېړنې لاندې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته