اقتصاد

په پکتیا کې د پیازو او کچالو د ۸۱ زېرمتونونو د جوړولو چارې روانې دي

کابل/ د چنګاښ ۳۱مه/ باختر
په پکتیا  کې د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې اړوند د کچالو او پیازو د ۸۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر راتلونکو میاشتو پورې به یې ودانیزې چارې بشپړ ې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغو جوړېدونکو سړوخونو کې د کچالو ۴۰ او د پیازو ۴۱ صفر انرژۍ سړې خونې شاملې  دي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ترڅنګ ددې ولایت په احمداباد، سیدکرم، میرزکه او زرمت ولسوالیو کې جوړیږي.
د چارواکو په خبره تردې مهاله د کچالو د ۴۰ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۴۵ سلنه او د پیازو د ۴۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللي، چې په لنډه موده کې به یې ودانیزې چارې بشپړ ې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته